د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين وايي، هېواد ته زيات اوړه او غنم له قزاقستانه واردېږي، خو دغه هېواد ته د افغانستان صادرات كم دي.
د دې خونې مرستيال خان جان الكوزي نن په كابل كې د قزاقستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له مسوولينو سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، افغانستان تېر ميلادي كال د څه باندې ۸۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت خوراكي او ساختماني توكي له قزاقستانه وارد كړي دي.
په همدې حال كې په افغانستان كې د قزاقستان سفير او د دغه هېواد د جمهور رئيس ځانګړي استازي عليم خان ياسين ګلديف د كابل او استانې سوداګريزې اړيكې پياوړې وبللې او زياته يې كړه، هېواد يې چمتو دى، چې د افغانستان په شمال كې د مكرونيو د توليد يوه فابريكه جوړه كړي.
ګلديف وويل، امن او باثباته افغانستان د سوداګرۍ لپاره غوره ځاى دى او په خبره يې، قزاقستان به له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو كې همكاري وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ