په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، دا ټرافيكي پېښه تېر ماخوستن د ګرشك ولسوالۍ په مربوطاتو كې د سراچه او فيلډر موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ځواك زياته كړه، ټپيان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا لومړى ځل نه دى، چې په ګرشك ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښه رامنځته كېږي، بلكې تر دې وړاندې هم د ګرشك – هرات لارې په اوږدو كې ورته پېښو لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.