ads

مشرانو جرګې د امريكا او طالبانو د سولې له خبرو مشروط ملاتړ وكړ

مشرانو جرګه د امريكا او طالبانو ترمنځ په مشروط ډول د سولې خبرو هركلى كوي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ خبر وركړ، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته امر كړى، ترڅو له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 چنګاښ 1397
مشرانو جرګې د امريكا او طالبانو د سولې له خبرو مشروط ملاتړ وكړ

مشرانو جرګه د امريكا او طالبانو ترمنځ په مشروط ډول د سولې خبرو هركلى كوي.
نيويارك ټايمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ خبر وركړ، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته امر كړى، ترڅو له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره كړي.
د مشرانو جرګې غړو نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، د سولې هر ډول خبرې چې كېږي، بايد د افغانانو په مشوره او د افغان حكومت په مشرۍ ترسره شي.
په ورته وخت كې د يادې جرګې مشر فضل الهادي مسلميار وايي، سوله د افغانانو يوه اړتيا ده او بايد جدي كار ورته وشي.
نوموړى په سوله كې د امريكا رول مهم ګڼي خو زياتوي، متحده ايالات بايد د سولې پروسه كې باداري ونه كړي او نه هم څوك ورته دومره واك وركوي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د سولې عالي شورا هم د طالبانو او امريكا ترمنځ د سولې خبرو هركلى كړى او ويلي يې دي، چې دا خبرې به بين الافغاني مذاكراتو ته زمينه برابره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA