د ملي امنيت عمومي رياست وايي، هغه كس يې نيولى، چې غوښتل يې په كابل ښار كې ځانمرګى بريد وكړي.
د دغه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، دا كس د ملي امنيت د ځانګړې قطعې ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې نيولى دى.
سرچينه وايي، نيول شوي كس اعتراف كړى، چې يو كال وړاندې د اسلامي زده كړو د ترلاسه كولو په هدف د پاكستان د بلوچستان ايالت د قلعه سيف الله په عثمانيه مدرسه كې شامل شوى و.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، دى هلته د قاري خيرالله په نوم د مدرسې د يو استاد له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوى او د ځانمرګو بريد كوونكو د ساتنې مسوول قاري مطيع الله لخوا كابل ښار ته رالېږل شوى دى.
د ملي امنيت د عمومي رياست په وينا، دغه شخص تر ځانمرګي بريد مخكې وپېژندل او نيول شو.
په خبرپاڼه كې د دې كس د نيولو كره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
دا په داسې حال كې ده، چې وړمه ورځ په كابل ښار كې يوه ځانمرګي بريد له شلو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله او پرون يو ځانمرګى بريد كوونكى هدف ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواكونو له لوري په نښه شو.