ads

ننګرهار كې دوه ځانمرګي بريدکوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.

نویسنده: mayar
25 چنګاښ 1397
ننګرهار كې دوه ځانمرګي بريدکوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شول

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.
په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لېوا وياند ادريس مومند کليد ته وويل، يوه ځانمرګي بريد كوونكي پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې د غني خېلو ولسوالۍ د سرحدي لېوا پر اووم کنډک د بريد پلان درلود، چې د امنيتي ځواکونو له لوري پېژندل شوى او ډزې يې پرې کړې دي.
د هغه په وينا، بريد كوونكى وژل شوى او موټر بم يې چاودنه کړې، چې امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته يې زيان نه دى اړولى.
مومند زياته كړه، له دې ځانمرګي بريد كوونكي سره يوه بل پلي بريد كوونكي هم ملتيا کوله، چې د تېښتې په مهال د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوى دى.
تراوسه د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA