په كابل ښار كې نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس بجې ځانمرګى بريد شوى، خو چا ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي كليد ته وويل، يوه ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل په شهرنو پارك كې راټول شوي خلك په نښه كړي، چې د پوليسو له لوري تر پېژندلو وروسته يې ځان ته چاودنه كړې ده. د نوموړي په خپره، په دې پېښه كې يوازې ځانمرګى بريد كوونكى وژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د كابل ښار په شهرنو پارك كې د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم او د هغه د نېږدې كس نظام الدين قيصاري په پلوۍ خلك راټول شوي دي. كومې وسله والې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د جنبش ګوند وياند بشير احمد تينج په دغه پېښه كې ځينې حكومتي كړۍ په لاس لرلو تورنوي او زياتوي، دا ډول هڅې د عدالت غوښتنې جريانونو د ځپلو په هدف ترسره كېږي.
تر دې مخكې اعتراض کوونکو په فارياب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان او تخار ولايتونو كې د ټاکنو خپلواك کمېسيون سيمه ييز دفترونه تړلي او همدارنګه له تېرو دولسو ورځو راهيسې د جوزجان ټولې دولتي ادارې رخصت دي. دا په داسې حال كې ده، چې تېر مازديګر شاوخوا څلور بجې او دېرش دقيقې د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته نېږدې ځانمرګي بريد اووه تنه ووژل او له پنځلسو زيات يې ټپيان كړل، چې ډېرى يې ملكي وګړي دي. د دغه بريد مسووليت داعش ډلې منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ