د ننګرهار په بټي كوټ ولسوالۍ كې يو ښوونځى سوځول شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نامعلومو وسله والو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په ګړباوې سيمه کې د کپتان بابا په نوم منځنى ښوونځى په بشپړ ډول سوځولى دى.
د نوموړي په خبره، په دې ښوونځي کې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکي پر زده کړې بوخت وو.
خوږياڼي زياته كړه، د ياد ښوونځي تدريسي او اداري کتابونه او اسناد هم سوځول شوي دي.
تراوسه كومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت نه دى منلى.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو كې يو شمېر ښوونځي د دولت د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له كبله تړل شوي دي.