د ملي اردو چارواکي وايي، په لغمان کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، د شنبې په ورځ په اليشنګ ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ملي پوليسو پر پوستې بريد کړى او نښته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې نښته كې پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
فقيري زياته كړه، د نښتې په مهال ملي پوليسو او ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ