په كابل كې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يوناما وايي، د روان ميلادي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې په افغانستان كې د جګړو له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱۲۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يوناما راپور، چې نن خپور شو ښيي، د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د جګړو په ترڅ كې ۱۶۹۲ ملكي كسان وژل شوي، چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰۹م ميلادي كال راهيسې په ورته موده کې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ده.
د راپور له مخې، په دې موده كې ۳۴۳۰ ملكي افغانان ټپيان شوي هم دي.
يوناما په داسې حال کې، چې پر ملکي مرګ ژوبلې يې اندېښنه ښودلې، د جګړې پر ښکېلو اړخونو يې غږ كړى، چې د ملکي کسانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وكړي او يوې سوله ييز حل لارې ته د رسېدو لپاره دې هلې ځلې زياتې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ