ads

جمهور رييس غني د وېډيو او ملکي تلفاتو په اړه د څېړنو امر وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني په فارياب ولايت کې د نيول شوو کسانو د خپرې شوې وېډيو او دغه راز په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې د پوځي عملياتو له كبله ملکي وګړو ته د اوښتو تلفاتو په خاطر اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې په دې تړاو دې د امکان تر حده ژر هراړخيزې جدي څېړنې وکړي او خپل راپورونه او وړانديزونه دې له اعلى سرقوماندانۍ سره شريک کړي.

نویسنده: mayar
24 چنګاښ 1397

د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد د ټولو طرزالعملونو او قانوني اجراآتو په تطبيق سره د دا ډول پېښو د بيا تکرارېدو د مخنيوي په برخه کې جدي تدابير ونيسي او مکلف دي، چې د اسلام د مبين دين او د هېواد د نافذه قوانينو د احکامو، د بشري حقونو ارزښتونو او انساني موازينو په رڼا کې چلند وکړي.

په هغه وېډيو کې، چې پر خواله رسنيو خپره شوې، د افغان کومانډو ځواکونو په يونيفورم کې يو شمېر کسان ليدل کېږي، هغه سړي وهي ټکوي، چې لاسونه يې تړلي دي.

ادعا شوې، چې دا کسان د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د نېږدې او نيول شوي قوماندان نظام الدين قيصاري ساتونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA