جمهور رئيس محمد اشرف غني نن پنجشېر ولايت ته تللى دى.
د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، جمهور رئيس غني به په دې سفر کې له زيانمنو سيمو د ليدنې ترڅنګ د پنجشېر ولايت له خلکو سره هم وګوري.
نوموړي په داسې حال كې پنجشېر ته سفر کړی، چې د دغه ولايت د حصه اول ولسوالۍ په پِشغور دره کې د اوبو د يوه طبيعي جهيل د ماتېدو له کبله د سېل د زيانمنو کسانو وضعيت عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.
هلته د تېرې پنجشنبې په شپه سېل راغی، چې سلګونه کورونه، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، څو پلونه او د برېښنا واړه بندونه يې تخريب کړل.
دغه راز ويل شوي، چې د دغه سېل له کبله لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ