ads

په بلوچستان کې د تېرې ورځې ځانمرګي بريد د وژل شوو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې پرون پر يوې ټاكنيزې غونډې د شوي ځانمرګي بريد له كبله د وژل شوو كسانو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلى دى. په دې پېښه كې لسګونه نور كسان ټپيان شوي هم دي. د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو موقت وزير آغا عمر بنګلزي ويلي، د ياد بريد […]

نویسنده: mayar
23 چنګاښ 1397
په بلوچستان کې د تېرې ورځې ځانمرګي بريد د وژل شوو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې پرون پر يوې ټاكنيزې غونډې د شوي ځانمرګي بريد له كبله د وژل شوو كسانو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلى دى.

په دې پېښه كې لسګونه نور كسان ټپيان شوي هم دي.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو موقت وزير آغا عمر بنګلزي ويلي، د ياد بريد په ترڅ كې د ايالتي اسمبلۍ د کانديد نوابزاده سراج رييساني په ګډون ۱۳۲ تنه وژل شوي دي.

د پېښې مسووليت داعش ډلې منلى دى.

دا په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې پر ټاكنيزو غونډو تر ټولو زيات خونړى بريد دى.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۳م ميلادي کال كې په بلوچستان ايالت كې دوو ځانمرګو بريدونو۱۰۶ تنه وژلي او ۶۹ نور ژوبل كړي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA