ads

نواز شريف او د هغه لور مريم نواز ونيول شول

د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او پخوانى لومړى وزير نواز شريف او د هغه لور مريم نواز تېره شپه نېږدې نهه بجې له لندنه د لاهور نړيوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته ونيول شول.

نویسنده: mayar
23 چنګاښ 1397
نواز شريف او د هغه لور مريم نواز ونيول شول

د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند مشر او پخوانى لومړى وزير نواز شريف او د هغه لور مريم نواز تېره شپه نېږدې نهه بجې له لندنه د لاهور نړيوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته ونيول شول.
راپورونه وايي، د مسلم ليګ نواز ګوند زرګونه پلويان د دوى د هرکلي لپاره د هوايي ډګر شاوخوا ته راغونډ شوي وو، خو امنيتي ځواکونو چا ته اجازه نه ورکوله، چې سيمې ته نېږدې شي او هوايي ډګر ته تللې لارې يې بندې کړې وې.
مريم نواز څو ورځې وړاندې په لندن کې خبري غونډې ته وويل، په ټاكنو كې به ګډون وكړي او له هر ډول فشار سره به خپلې سياسي مبارزې جاري وساتي.
د اسلام اباد د احتساب محکمې د روانې جولاى مياشتې په شپږمه نېټه نواز شريف، د هغه لور مريم نواز او د هغې مېړه په اداري فساد کې د لاس لرلو په جرم په ترتيب په ۱۰، اووه او يو كلن بند محکوم کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA