ads

په پنجشير کې غره ښويېدنې او سېلاب ځاني او مالي زيانونه رامنځته کړي

د پنجشير ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو او د پشغور کلي کې د اوبو د يوه طبيعي حوض د تخريب له کبله د پشغور کلي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 چنګاښ 1397
په پنجشير کې غره ښويېدنې او سېلاب ځاني او مالي زيانونه رامنځته کړي

د پنجشير ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو او د پشغور کلي کې د اوبو د يوه طبيعي حوض د تخريب له کبله د پشغور کلي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د پنجشير د والي وياند عبدالودود علي مردان کليد ته وويل، چې د پنجشنبې په شپه ۱۲ بجې د پشغور غره په لوړو برخو کې د اوبو د يوې لويې ذخيرې د تخريب له کبله يو لوی سيل د پشغور په کلي راغلی دی.
علي مردان زياته کړه، که څه هم د دغه کلي ډېری اوسېدونکي وتوانېدل له کلي ځانونه وباسي خو پر دې سربېره هم تر دې مهاله ۶ کسان ورک دي.
د علي مردان په خبره، د لومړنيو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۱۵۰ کورونه تخريب شوي او په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
د پنجشير د والي وياند وايي، د پشغور کلي ته لومړنۍ مرستې لېږل شوې دي او دوی هيله لري چې نورې مرستې هم د هېواد له مرکزه ور ولېږل شي.
جمهور رييس محمد اشرف غني او اجرايه رييس ډاکتر عبدالله چې اوس مهال په بلجيم کې دي، په دې پېښه خواشينې څرګنده کړې او دولتي ادارو ته يې دنده سپارلې تر څو ډېر ژر له سيلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA