د پروان امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د نامسوولو وسله والو او په جنايي جرمونو کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
د دوی په خبره، دغه عمليات د ګډو افغان ځواکونو له لوري پيل شوي دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ وليزاده وايي، دا عمليات تېره ورځ له جبل السراج ولسوالۍ څخه پيل شول او په ټول ولايت کې به ترسره شي.
نوموړى زياتوي، عمليات د قاتلينو، انسان تښتوونکو، شوکمارو، غلو او نامسوولو وسله والو د نيولو په هدف پيل شوي دي.
د وليزاده په وينا، په عملياتو کې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت منسوبين برخه لري.
د پروان امنيه قوماندان په عملياتو کې له شاملو امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې له زورواکو او نامسوولو وسله والو سره سخت قانوني چلند وکړي او په هېڅ صورت يې معاف نه کړي.
د سيمه ييزو مسوولينو د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال په لومړيو درېيو مياشتو كې په پروان كې د جنايي جرمونو له كبله ۲۶ کسان وژل شوي او ۷۴ نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت په دې وروستيو كې د جنبش ګوند د مشهور قوماندان نظام الدين قيصاري په ګډون د هېواد له بېلابېلو سيمو يو شمېر تورن كسان تر نيول كېدو وروسته څارنوالۍ ته معرفي كړي دي.