په فارياب کې نن سهار لاريون کوونکو هلته د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر وتاړه.
د دغه دفتر رئيس امان الله امان کليد ته وويل، اعتراض کوونکي ورته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
نوموړی وايي، معترضينو خبرداری ورکړ، چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې به يې دې ادارې ته د فعاليت اجازه ورنه کړي.
امان په فارياب كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولايتي دفتر پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده او زياته يې كړه، که دا ستونزه حل نه شي، د دوی کارونه به وځنډېږي او چارې به يې له ستونزو سره مخ شي.
اخوا اعتراض کوونکي حکومت ته خبرداری ورکوي، چې كه يې غوښتنې ونه مني، عمومي لارې به بندې او حکومتي ادارو ته به د فعاليت اجازه ورنه کړي.
د هېواد په شمال کې له څو ورځو راهيسې اعتراضونه دوام لري او اعتراض كوونكي د جمهور رئيس لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته هېواد ته د راتګ اجازه او له بنده د جنبش ګوند د مشهور قوماندان نظام الدين قيصاري خوشې کېدل غواړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ