ads

فرانسې د فوټبال نړيوال جام پايلوبې ته لار ومونده

د فوټبال د نړيوال جام سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې فرانسې تېره شپه بلجيم ته په يوه ګول ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 چنګاښ 1397
فرانسې د فوټبال نړيوال جام پايلوبې ته لار ومونده

د فوټبال د نړيوال جام سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه كې فرانسې تېره شپه بلجيم ته په يوه ګول ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته.

په دوهمه نيمه پايلوبه كې به په روسيه كې نن شپه د افغانستان په وخت لس نيمې بجې کرويشيا او انګلستان سره مخ شي.

د كرويشيا او انګلستان ترمنځ د لوبې ګټونكې لوبډله به د روانې جولاى مياشتې په ۱۵مه نېټه د فرانسې له لوبډلې سره د فوټبال د نړيوال جام سياليو پايلوبه ترسره كړي.

خو تر دې وړاندې به د نن شپې بايلونكې لوبډله د راتلونكې يكشنبې په شپه د بلجيم له لوبډلې سره د درېيم مقام ګټلو لپاره د لوبې ډګر ته ووځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA