د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ځانمرګي بريد له کبله ۸۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۲ نور ټپيان دي.
بريد د پېښور په يكه توت سيمه كې د عوامي نېشنل گوند پر يوې ټاكنيزې غونډې شوى، چې په كې ايالتي پارلمان ته د دغه ګوند كانديد هارون بيلور هم وژل شوى دى.
د نوموړي پلار بشير بيلور هم په ۲۰۱۲م ميلادي كال كې په پېښور كې د ځانمرګي بريد له كبله وژل شوى و.
تر دې وړاندې پاکستاني حکومت په خيبر پښتونخوا کې د پښتنو ګوندونو ته خبردارى ورکړى و، چې ښايي پر ټاکنيزو کمپاينونو يې ځانمرګي بريدونه وشي.
امنيتي سرچينې وايي، بريد كوونكي له شاوخوا يو كيلو ګرام چاودېدونكو توكو ډك ځانمرګى واسکټ اغوستى و.
د بريد مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.