ads

د سالنګ لويه لار د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې وتړل شوه

د بغلان د خنجان ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د سالنګ لويې لارې د خرابوالي او ورته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې دغه لار د ټرافيکو پر مخ وتړله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 چنګاښ 1397
د سالنګ لويه لار د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې وتړل شوه

د بغلان د خنجان ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د سالنګ لويې لارې د خرابوالي او ورته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې دغه لار د ټرافيکو پر مخ وتړله.
اعتراض کوونکي ادعا کوي چې دا لار خورا ډېره خرابه شوې او ګردونو او خاورو يې د دوی پر کرنيزو حاصلاتو او باغونو ناوړه اغېز کړی دی.
دوی وايي، په وروستيو کلونو کې يې له دې اړخه ډېر مالي زيانونه ليدلي دي.
دغو معترضينو نن سهار د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د موانعو په اېښودلو او د اور په بلولو سره ياده لار د ټرافيکو پر مخ وتړله او اوس مهال سلګونه موټر له تګ راتګه پاتې دي.
له بل لوري د خنجان ولسوال لطف الله هاتف وايي، د فوايد عامې وزير د يکشنبې په ورځ په هغه ناسته کې چې د دغې لارې د برخليک په اړه جوړه شوې وه، ژمنه وکړه چې ډېر ژر د سالنګ لويې لارې د جوړېدو کار پيلېږي.
د خنجان ولسوال زياته کړه، د قومي مشرانو په مرسته هڅه کوي دغه لاره پرانېزي خو نه پوهېږي چې هڅه به يې نتيجه ورکړي او که نه.
د سالنګ لويه لار د هېواد نهه شمالي او شمال – ختيځ ولايتونه له پايتخت او جنوب سره نښلوي او دغه راز د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري هم له همدې لارې ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA