په ننګرهار کې د زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د ځايي فوټبال فدراسيون د رئيس خوشحال حضرتي له قوله راغلي، دغه سيالۍ به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو د لوبغاړو لخوا په ورزشي سټډيوم کې ترسره شي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
حضرتي وايي، دا سيالۍ د راتلونکو لوبو لپاره د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.
د يادو سياليو د پيل په مراسمو كې له كابله ورغلي د فوټبال فدارسيون پلاوي او د ځوانانو يو شمېر استازو هم ګډون كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ