د فوټبال د نړيوال جام سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه نن شپه ترسره كېږي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د شپې په لس نيمو بجو د فرانسې او بلجيم د فوټبال لوبډلو ترمنځ پيل شي.
بلجيمۍ لوبډله د ۱۴ ګولونو په وهلو سره په روسيه كې د روانو سياليو مخكښه لوبډله ده، خو فرانسوۍ لوبډلې د فوټبال د نړيوال جام لوبو كې تراوسه نهه ګولونه وهلي دي.
په دوهمه نيمه پايلوبه كې به سبا شپه کرويشيا او انګلستان سره مخ شي.
د فوټبال د نړيوال جام ګټونكې لوبډله به د روانې جولاى مياشتې په ۱۵مه نېټه څرګنده شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ