ads

غزني كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د پرون ماسپښين له دوه بجو راهيسې تر نن سهاره د امنيتي ځواكونو په اوو هوايي بريدونو او ځمكنيو جګړو كې ۳۳ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 چنګاښ 1397
غزني كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولايتي چارواكي وايي، د پرون ماسپښين له دوه بجو راهيسې تر نن سهاره د امنيتي ځواكونو په اوو هوايي بريدونو او ځمكنيو جګړو كې ۳۳ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان دي.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا هوايي بريدونه او جګړې د غزني په مقر، اندړو، خواجه عمري او خوږياڼو ولسواليو كې شوي، چې په ترڅ كې يې د خوږياڼو ولسوالۍ د امنيه قوماندان منير احمد په ګډون څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، د دولتي ځواكونو په هوايي بريدونو كې د مخالفينو يو سراچه ډوله موټر، درې موټرسايكلونه او يو ميل هاوان هم له منځه وړل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA