ads

سعودي عربستان كې د افغان سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس نن پيلېږي

د سعودي عربستان په جدې ښار كې نن د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس پيلېږي.
ټاکل شوې د دغه كنفرانس د دوهمې ورځې غونډه په مکې مکرمې ښار کې ترسره شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 چنګاښ 1397
سعودي عربستان كې د افغان سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس نن پيلېږي

د سعودي عربستان په جدې ښار كې نن د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس پيلېږي.
ټاکل شوې د دغه كنفرانس د دوهمې ورځې غونډه په مکې مکرمې ښار کې ترسره شي.
د سولې عالي شورا يوه سرچينه وايي، په دې كنفرانس كې د افغانستان لسګونو علماوو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو څو تنه يې د شخصي بوختياوو او ناروغيو له كبله سعودي عربستان ته له تګه پاتې شول.
د سرچينې په خبره، د عالمانو شورا د مشر مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ ۳۶ کسيز افغان پلاوى په ياد كنفرانس كې برخه اخلي.
د سولې عالي شورا سرچينه زياتوي، په کنفرانس کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، انډونيزيا، ماليزيا، بنګله دېش، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کويټ، بحرين، مصر، موريتانيا، سوډان او تونس په ګډون تر ۳۰ د زياتو اسلامي هېوادونو شاوخوا ۱۱۰ ديني عالمان ګډون وكړي.
بلخوا د حرمينو شريفينو د جوماتونو رئيس عبدالرحمن السديس ويلي، د سعودي عربستان په کوربه توب جوړېدونکى دا کنفرانس پر سولې او امن د رياض د ټينګار معنا لري.
ده زياته كړې، دغه ‌‌‌‌‌‌ډول هڅې کولای شي په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA