ads

د كندوز د الچين پل بيارغونه پيل شوه

په کندوز ولايت کې د الچين پل د بيارغونې چارې پيل شوې.
ولايتي چاواکي وايي، دغه پل، چې شېرخان بندر ته څېرمه موقعيت لري، نېږدې دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو نړولى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 چنګاښ 1397
د كندوز د الچين پل بيارغونه پيل شوه

په کندوز ولايت کې د الچين پل د بيارغونې چارې پيل شوې.
ولايتي چاواکي وايي، دغه پل، چې شېرخان بندر ته څېرمه موقعيت لري، نېږدې دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو نړولى و.
د دې پل د بيارغونې چارو د پيل په مراسمو کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل، د الچين پل د کندوز ښار په اووه کيلومټرۍ کې پروت دى، چې هېواد او کندوز ولايت د شېرخان بندر له لارې له منځنۍ اسيا سره نښلوي.
د هغه په وينا، د دغه پل اوږدوالى ۱۱۰ متره او سور يې نهه متره دى او د بيارغونې چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
نعيمي همدارنګه وويل، الچين پل د جرمني په مالي مرسته رغول کېږي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د عامه شتمنيو، پروژو او تاسيساتو په ساتنه کې په ملي مسووليت سره کار وکړي او هېچا ته يې د ورانولو اجازه ورنکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA