ads

جمهور رئيس غني: د افغانانو په مالكيت سوله لوى ملاتړ له ځانه سره لري

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو په مالكيت او رهبرۍ سوله د افغانستان د ټولو وګړو ملاتړ له ځانه سره لري او دا ملاتړ پر سرتاسري اجماع او د افغانانو پر دومداره مشورو ولاړ دى.
نوموړي تېر مازديګر په ارګ كې د امريكا د بهرنيو چارو له وزير مايك پمپيو سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، له طالبانو سره اوربند يوه بريالۍ پروسه وه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 چنګاښ 1397

جمهور رئيس غني زياته كړه، سولې ته رسېدل زيات كار او حوصله غواړي.
هغه د افغانستان په اړه د امريكا ستراتېژۍ ته په اشارې وويل، دې ستراتېژۍ په سيمه كې مثبت بدلون رامنځته كړ او په خبره يې، د سيمې هېوادونه بايد په دې تړاو خپل مسووليت په صادقانه توګه ادا كړي.
بل پلو د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو په ياده خبري غونډه كې وويل، واشنګټن د افغانانو په مالكيت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ كوي.
د نوموړي په وينا، طالبانو دا درك كړې، چې د جګړې له لارې نه شي بريالي كېدلى او دا مسئله د جمهور رئيس ټرمپ له ستراتېژۍ سره ژوره اړيكه لري.
پمپيو زياته كړه، واشنګټن له كابل سره اوږدمهاله ملګرتيا غواړي او طالبان دې په دې تمه نه پاتې کېږي، چې ګواکې امريکا به له افغانستانه ووځي او بيا به دوی د سولې خبرې کوي.
امريكا داسې مهال په افغانستان كې د خپل حضور د دوام خبره کوي، چې طالبانو د سولې خبرو لپاره لومړنی شرط د بهرنيو ځواکونو وتل په ګوته کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA