د افغانستان د ژغورنې ملي ايتلاف غړي تېر مازديګر د بلخ ولايت په مركز مزار شريف ښار كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې هېواد ته د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د بېرته راتګ او له حكومته د جنبش ګوند د مشهور قوماندان نظام الدين قيصاري د خوشې كولو غوښتونكي شول.
دوى وايي، راتلونكې ټاكنې څاري او د درغلۍ په صورت كې به حكومت ته د ټاكنو ترسره كېدو اجازه ورنكړي.
د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق د جنرال دوستم تبعيد فردي تصميم وباله او د جمهور رئيس محمد اشرف غني دغه كار يې غيرې قانوني او غيرې منطقي ياد كړ.
د نوموړي په خبره، د جمهور رئيس لومړى مرستيال به هېواد ته راولي، حتى كه د بحران رامنځته كېدو سبب هم شي.
بلخوا د بلخ پخواني والي او د افغانستان د ژغورنې ملي ايتلاف غړي عطاء محمد نور وويل، حکومت غله تقديروي او رښتيني خلک سرکوب او مجازات کوي.
هغه ادعا وکړه، چې په ډېرو ولايتونو کې د ټاکنو لپاره درغلۍ روانې دي او كه يې مخه ونه نيول شي، نو لويه رسوايي او بحران به رامنځته شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ژغورنې ملي ايتلاف غړي وايي، په نېږدې راتلونكې كې به په كابل كې د حكومت د اصلاح لپاره لوى ملي ايتلاف جوړ كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ