د تايلنډ په شمال کې له يوې سمڅې د اتو پاتې فوټبال لوبغاړو او د هغوی د روزونکي د ژغورنې عملياتو دويم پړاو په سيمه ييز وخت نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې پيل شو.
تايلنډي چارواکي په راتلونکو ساعتونو کې ښو خبرونو ته په تمه دي.
د چيانګ رای ولايت والي خبري غونډې ته وويل، د تېرې شپې باران د هغې سمڅې د اوبو په کچه کې کوم بدلون نه دی راوستی چې دغه ماشومان پکې بند پاتې دي.
د دوی څلور نور ملګري پرون د عملياتو په لومړي پړاو کې وژغورل شول او اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دی.
د فوټبال لوبې ۱۲ ماشوم لوبغاړي چې له ۱۱ تر ۱۶ کلونو عمرونه لري او د دوی روزونکی دوې اوونۍ وړاندې د يوه څېړنيز سفر په مهال د تايلنډ په شمال کې په دغه سمڅه کې بند پاتې شول.
د سمڅې ژورو کې د دوی موندلو نېږدې لس ورځې وخت واخيست.
د سمڅې له خولې نه څلور کيلومټره لرې د بريتانيا يوې ډلې د سمڅې د ننه د تېرې دوشنبې په ورځ د دغو ماشومانو څرک ولګاوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ