ads

په باميان كې يو څارنوال وهل شوى

د باميان د څارنوالۍ د جرمونو د څېړنې آمر مرتضی نجاتي ادعا کوي چې نن سهار د اسلامي حرکت ګوند د پخواني مشر سيد انوري د زوی ساتونکو وهلی ډبولی او سپكاوى يې ورته کړی دی.

نویسنده: mayar
17 چنګاښ 1397
په باميان كې يو څارنوال وهل شوى

د باميان د څارنوالۍ د جرمونو د څېړنې آمر مرتضی نجاتي ادعا کوي چې نن سهار د اسلامي حرکت ګوند د پخواني مشر سيد انوري د زوی ساتونکو وهلی ډبولی او سپكاوى يې ورته کړی دی.

نوموړی وايي، چې نن سهار ۸ بجې له بازاره د دفتر په لوري روان و چې د ښار په منځ کې د سيدانوري د زوی د دوو ساتونکو له لوري لومړی ورته بد رد وويل شول او وروسته يې له موټره راښکته کړ او ويې واهه.

نجاتي له حکومت غواړي چې په دغه توريستي او تاريخي ولايت کې دې د زورواکو د وسله والو مخه ونيسي او د دغې پېښې عاملين دې د قانون منګولو ته وسپاري.

هڅه مو وکړه په دې تړاو د اسلامي حرکت ګوند او يا د سيد انوري د زوی نظر هم له ځان سره ولرو، خو له ډېرو هڅو وروسته هم له دوی سره په مرکه کولو بريالي نه شوو.

نن سهار د سيد انوری زوی له خپلو لسګونو وسله والو سره د خپل پلار د درېيم تلين د لمانځلو په هدف باميانو ولايت ته تللی دی.

باميان د هېواد په کچه يو له امنو ولايتونو څخه دی چې ډېر کم د زورواکۍ او بې نظمۍ شاهد پاتې شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA