ads

پر غزني ښار د امنيتي غونډې په مهال د هاوان مرمۍ توغول شوې

پر غزني ښار نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې د هاوان مرمۍ توغول شوې، خو تلفات نه لري.

نویسنده: mayar
17 چنګاښ 1397
پر غزني ښار د امنيتي غونډې په مهال د هاوان مرمۍ توغول شوې

پر غزني ښار نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې د هاوان درېيو توغول شوو مرميو پنځه تنه ټپيان كړي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دغه بريدونه هغه مهال وشول، كله چې د ملي دفاع وزير په مشرۍ له كابله ورغلي پلاوي له ځايي چارواكو سره په ولايت مقام كې امنيتي غونډه لرله.
د هغه په وينا، د هاوان يوه مرمۍ پر ولايت مقام، يوه پر پوهنې رياست او بله د ښاروالۍ پر رياست لګېدلې ده.
نوري زياته كړه، د دغو بريدونو له كبله درې ملكي وګړي او دوه امنيتي سرتېري سطحي ټپيان شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA