ads

هندي كشمير كې د يوې زده كوونكې په ګډون درې ملكيان وژل شوي

د يوې ۱۵ کلنې زده کوونکې په ګډون درې ملکي وګړي هغه مهال د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې ووژل شول، چې نيمه پوځي هندي ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې.

نویسنده: mayar
17 چنګاښ 1397
هندي كشمير كې د يوې زده كوونكې په ګډون درې ملكيان وژل شوي

د يوې ۱۵ کلنې زده کوونکې په ګډون درې ملکي وګړي هغه مهال د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې ووژل شول، چې نيمه پوځي هندي ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې.

د هند د کولګم ولسوالۍ د پوليسو يوه سرچينه وايي، شخړه هغه مهال رامنځته شوه، چې لاريون کوونکو په هاوورا ميشيپورا کلي کې د پوليسو پر ګزمې د تيږو وارونه وکړل.

د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط ويلي: ((په يوه ډېره بده پېښه کې په کولګم کې درې ملکي وګړي له يوې شخړې وروسته وژل شوي، موږ دغه پېښه څېړو.))

دغه چارواکي زياته کړې، دوه نور کسان ټپيان شوي، چې اوس يې روغتيايي حالت ښه دی.

د ده په خبره، دوی په کشمير کې د موبايل پر انټرنېټ بنديز  لګولی، ترڅو د نورو ستونزو مخه ونيول شي.

د هاوورا ميشيپورا يوه اوسېدونکي الجزيرې ته ويلي، پوليس پرون غرمه کلي ته داخل شول او يو دم يې د خلکو په وهلو پيل وکړ.

دى زياتوي، دوی دغه راز ښوونځي ته دننه شول او هلته يې د ښوونکو په وهلو لاس پورې کړ: ((موږ لاريون پيل کړ، خو سرتېرو پر خلکو ډزې وكړې، دوی له دې وژلو خوند اخلي، ځکه څوک نشته چې ورنه پوښتنه وکړي.))

په سرينګر کې د هندي امنيتي ځواکونو وياند راجېش کليه په يوه بيان کې ويلي، د پوليسو ګزمه په کولګم کې د تيږو تر يوه سخت باران لاندې راغلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA