ads

جمهور رئيس غني د غيرې مسوولو وسله والو په مسوول كولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د قانون د حاکميت په برخه کې پر قاطعيت د ټينګار ترڅنګ وايي، غيرې مسوول وسله ‎وال بايد مسوول شي او يا يې مسوول کوي.

نویسنده: mayar
17 چنګاښ 1397
جمهور رئيس غني د غيرې مسوولو وسله والو په مسوول كولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني د قانون د حاکميت په برخه کې پر قاطعيت د ټينګار ترڅنګ وايي، غيرې مسوول وسله ‎وال بايد مسوول شي او يا يې مسوول کوي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې په ولسي او ټولنيزو چارو کې د جمهوري رياست د ستر سلاکار محمد رسول طالب د معرفۍ په مراسمو کې وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، د نظام مشروعيت د قوې په مشروع انحصار کې دى او د قوې مشروع انحصار يوازې د افغانستان حکومت پورې اړه لري.
د هغه په خبره، ځوان افغان نسل بايد له تېرو نسلونو سره د وصل وسيله وي، تېر ټپونه ورغوي او د راتلونکې لپاره واضح ليدلورى وي، چې دا خاوره سمه مديريت کړي.
د هېواد جمهور رئيس هيله څرګنده کړه، چې د سولې پروسې سره د ټولو قومونو او اقشارو برابري تامين او افغانستان د امېد، د سيمې د وصل او نړيوالې همکارۍ په نقطې بدل شي.
دى همدارنګه وايي، د دوى پاليسي جوړونه د احساساتو له مخې نه ده، بلکې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ ترسره کېږي.
د جمهور رئيس غني په وينا، دولتي چوکۍ له انحصاره باسي او دا انحصار د پاى ته رسېدو په حال کې دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA