ads

پوليس: په بادغيس کې ۲۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بادغيس امنيتي چارواكي د دې ولايت په مقر ولسوالۍ كې د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: mayar
16 چنګاښ 1397
پوليس: په بادغيس کې ۲۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بادغيس امنيتي چارواكي د دې ولايت په مقر ولسوالۍ كې د ۲۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني وايي، طالبانو تېر ماښام د مقر ولسوالۍ په خورشيد يك او چشمه دزدك سيمو كې پر پوستو بريدونه وكړل، چې د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شول.
د نوموړي په وينا، په دغو جګړو كې د طالب قوماندانانو قاري قدرت الله او مولوي بسم الله په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
اميني زياتوي، د جګړو په مهال درې پوليس هم ټپيان شوي دي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، پوليسو د طالبانو ۱۰ موټرسايكلونه ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA