ads

د کابل ـ بلخ لويه لار په ايبک ښار کې د اعتراض کوونکو له لوري تړل شوې

د افغانستان د ژغورنې ملي ټلوالې له لوري په ايبک ښار کې د کابل ـ بلخ لويه لار تړل شوې ده.

نویسنده: mayar
16 چنګاښ 1397
د کابل ـ بلخ لويه لار په ايبک ښار کې د اعتراض کوونکو له لوري تړل شوې

د افغانستان د ژغورنې ملي ټلوالې له لوري په ايبک ښار کې د کابل ـ بلخ لويه لار تړل شوې ده.
د يادې ټلوالې لخوا نن سهار د هېواد په څو شمالي ولايتونو کې لاريونونه ترسره شول او په ايبک ښار کې يې د کابل – بلخ لويه لار د ټرافيکو پرمخ وتړله.
لاريون کوونکو ژر تر ژره له حکومته د نظام الدين قيصاري د خوشې کولو او جنرال عبدالرشيد دوستم ته هېواد ته د بېرته راتګ د اجازې ورکولو غوښتنه کوله.
د سمنګان د پوليسو وياند منير رحيمي کليد ته وويل، لاريون کوونکو نن سهار نهه بجې او ۳۰ دقيقې عمومي لويه لاره د ټرافيکو پرمخ وتړله، خو امنيتي ځواکونو له فرصته په ګټې اخيستنې فرعي لاره د ټرافيکو پرمخ پرانيسته.
په همدې حال کې د افغانستان د ژغورنې ملي ټلوالې سلګونو پلويانو په بلخ ولايت کې هم د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مخې ته لاريون وکړ او د شعارونو په ورکولو يې له مجاهدينو خپل ملاتړ څرګند کړ.
دوى خبرداری ورکوي، که حکومت قيصاري خوشې نه کړي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د حکومت له لوري د جنبش ګوند د مشهور قومندان نظام الدين قيصاري د نيول کېدو په غبرګون کې لومړی د فارياب ولايت په مرکز ميمنه ښار او وروسته په يو شمېر نورو شمالي ولايتونو کې هم لاريونونه ترسره شول، چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA