د هلمند د سولې كاروان غړو په كابل كې د امريكا د سفارت مخې ته تر نهه ورځني تحصن وروسته پرون ماسپښين د روسيې د سفارت مخې ته تر نامعلومې نېټې خپل تحصن پيل كړ.
د دغه كاروان وياند بسم الله وطندوست كليد ته وويل، دوى د امريكا خلكو او كانګرېس ته د خپل پيغام له لېږلو سره د دغه هېواد د سفارت مخې ته خپل تحصن پاى ته ورساوه.
د هغه په وينا، اوس دوی له روسيې څخه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې مداخلې بندې کړي.
وطندوست زياته كړه، دوی همداراز يو شمېر كمېټې جوړې كړي، چې غړي به يې په بېلابېلو سيمو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړيتوب کوي.
بايد وويل شي، چې د هلمند د سولې كاروان غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر مخې ته هم تحصن او د جګړې پر بندېدو ټينګار كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ