ads

د غور د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست ولسوال ووژل شو

د غور ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست ولسوال محمد ابراهيم نن سهار د سړك غاړې ماين چاودنې له كبله ووژل شو.

نویسنده: mayar
16 چنګاښ 1397
د غور د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست ولسوال ووژل شو

د غور ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت د چهارسدې ولسوالۍ سرپرست ولسوال محمد ابراهيم نن سهار د سړك غاړې ماين چاودنې له كبله ووژل شو.

د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، نوموړى خپلې دندې ته روان و، چې په لاره كې يې موټر د سړك غاړې پر ځاى پرځاى شوي ماين ور برابر شو.

د نوموړي په خبره، تراوسه معلومه نه ده، چې په دې پېښه كې بل چا ته هم زيان اوښتى او كنه؟

د پېښې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA