ads

د روسي مذاکره کوونکو او سوري دولت د مخالفو جنګياليو تر منځ هوکړه وشوه

د سوريې په دېرا ولايت کې د دولت او روسي الوتکو له څو اونيو بمبار وروسته مخالف جنګيالي چمتو شول، چې خپلې درنې وسلې حکومت ته وسپاري.

نویسنده: mayar
16 چنګاښ 1397
د روسي مذاکره کوونکو او سوري دولت د مخالفو جنګياليو تر منځ هوکړه وشوه

د سوريې په دېرا ولايت کې د دولت او روسي الوتکو له څو اونيو بمبار وروسته مخالف جنګيالي چمتو شول، چې خپلې درنې وسلې حکومت ته وسپاري.

د روسي مذاکره کوونکو او سوري دولت د مخالفو جنګياليو د هوکړې له مخې به جنګيالي خپلې درنې وسلې دولت ته سپاري او دولت به بيا د دېرا ولايت څلور سيمې کاهِل، السهوه، الجيزه او الميصَيفره وسله والو ته وركوي.

د هوكړې پر بنسټ، دغه راز مخالفو جنګياليو ته د سوريې شمالي برخې ته د تګ لپاره امن لاره ورکول کېږي.

تمه کېږي، چې له دې لارې به د سوريې د ازاد پوځ جنګيالي او د دوی کورنۍ ادلب شمالي ولايت او د ګولان لوړو ته ځي.

په دې تړاو به نور بحث په راتلونکو اونيو کې وشي.

د هوکړې له مخې، دولتي ځواکونه نه شي کولای په دېرا ولايت کې د دوی له لوري نوو نيول شوو سيمو ته لاړ شي او پر ځای به يې روسي پوځي پوليس د دغو سيمو ساتنه کوي.

د روسي پوځي پوليسو حضور د تضمين يوه کيلي ده، چې مخالفو جنګياليو او ځايي اوسېدونکو ته ورکړل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA