د پكتيا ولايت د ګردېز – زرمت لارې پر څو امنيتي پوستو بريدونه شوي او په جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنيه قوماندان پاسوال سيد ګل اقا روحاني کليد ته وويل، دا بريدونه وسله والو طالبانو تېره شپه كړي، چې د سهار تر څلورو بجو يې دوام درلود.
نوموړي زياته كړه، د جګړې په مهال درې طالبان او دوه پوليس وژل شوي، اووه طالبان او دوه پوليس ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
په پكتيا كې په دې وروستيو څو مياشتو کې پرلپسې امنيتي پېښو او وسله والو بريدونو خلک اندېښمن کړي دي.