د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو څلور پوستې سقوط شوې او يو شمېر سيمې د طالبانو لاسته ورغلې دي.
د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد هم چمتال کې د درېيو پوستو سقوط تاييدوي او زياتوي، چې دمګړۍ د ولسوالۍ ودانۍ تر ګواښ لاندې ده.
خو د والي وياند منير فرهاد بيا په يادې ولسوالۍ کې يوازې د يوې پوستې سقوط تاييدوي او وايي، د نيولو لپاره يې مرستندوی سرتېري سيمې ته رسېدلي دي.
هغه كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د چمتال ولسوالۍ پر ځينو سيمو بريدونه پيل كړل، چې تر سهاره يې دوام درلود.
د نوموړي په وينا، په دې بريدونو يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
فرهاد زياته كړه، نيول شوې پوسته او سيمې به ډېر ژر د طالبانو له ولكې خلاصې شي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ