په دغه هېواد کې روغتيايي چارواکو پرون چهارشنبې وويل چې په مونتريال کې د تودې هوا له امله د مړو شوېو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
د مونتريال د عامه روغتيا په څانګې کې يوه مسوول ډاکټر ډيويډ کيسر وويل چې اکثر قربانيان هغه کسان دي چې يوازې اوسېدل او ايرکنډيش يې نه درلود.
په مونتريال کې پرون چهارشنبې هوا د سانتي ګرېډ ۳۴ درجو ته رسېده او نن هم همدومره اټکل شوې ده.
د کاناډا په ختيځ کيوبک ښارګوټي کې چې هوا پرون نژدې ۴۰ درجې د سانټي ګيريد وه، پنځه تنه مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ