ads

لسګونه فلسطينۍ مېرمنې د اسراييلي ځواكونو په ډزو ټپي شوې

د يو شمېر خبريالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۴ فلسطينۍ مېرمنې هغه مهال د اسراييلي ځواكونو په ډزو ټپي شوې، چې په غزه کې يې له اسراييلو سره په سرحد کې يو ستر لاريون ترسره کړ.

نویسنده: mayar
13 چنګاښ 1397
لسګونه فلسطينۍ مېرمنې د اسراييلي ځواكونو په ډزو ټپي شوې

د يو شمېر خبريالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۴ فلسطينۍ مېرمنې هغه مهال د اسراييلي ځواكونو په ډزو ټپي شوې، چې په غزه کې يې له اسراييلو سره په سرحد کې يو ستر لاريون ترسره کړ.

دا د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې له دېرشمې نېټې راوروسته، چې د راګرځېدنې حق په نوم په غزه  کې اعتراضونه پيل شول، د ښځو تر ټولو ستر لاريون و.

په غزه کې مېشتو فلسطينيانو د راګرځېدو ستر مارش په نوم دغه لاريون کې برخه واخيسته.

دوی د دې مارش په ترڅ کې خپلو کورونو ته د راګرځېدو غوښتنه وکړه.

له ۱۹۴۸ کال راوروسته اسراييلو د يوه خونړي حرکت او قتل عام له لارې څه باندې ۷۵۰  زره کسان له خپلو ښارونو او کليو وايستل او د دوى سيمې يې لاندې کړې.

ملګرو ملتونو د اسراييلو له لوري د قوې کارول غندلي دي.

لاريون کوونکو دغه راز د اسراييل او مصر له لوري د غزې د کلابندۍ ختمولو غوښتنه وكړه، چې له ۲۰۰۶ کال راهيسې وروسته له هغې پيل شوې، چې حماس ډلې په غزه کې واک ترلاسه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA