په غزني ولايت كې د نښتو له كبله د قره باغ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون پنځه ملي او سرحدي پوليس ټپيان شوي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د قره باغ ولسوالۍ په سپين كلي او شاخ پوستې سيمه كې د پوليسو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې شوې دي.
نوموړي زياته كړه، په دې نښتو كې دوه سيمه ييز پوليس او د قره باغ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون درې ملي پوليس ټپيان شوي دي.
د نوري په خبره، تراوسه په دغو جګړو كې د دولت وسله والو مخالفينو ته د اوښتو تلفاتو په اړه كره معلومات نه لري.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ