ads

په لوګر کې پر امريکايي ځواکونو موټربم ځانمرګى بريد شوی

د لوګر امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په مرکز پل علم ښار کې پرون ناوخته د حامد کرزي ښوونځي ترڅنګ د امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.

نویسنده: mayar
12 چنګاښ 1397
په لوګر کې پر امريکايي ځواکونو موټربم ځانمرګى بريد شوی

د لوګر امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په مرکز پل علم ښار کې پرون ناوخته د حامد کرزي ښوونځي ترڅنګ د امريکايي ځواکونو پر يوه کاروان موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند شاه پور عرب وويل، په دغه بريد كې د بهرنيو ځواکونو يو موټر زيانمن شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
د هغه په وينا، په پېښه کې يوه ښځه او يو ماشوم وژل شوي او څو نور ملکيان ټپيان دي.
بلخوا د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي وويل، بهرني ځواکونه په محمد اغې ولسوالۍ کې تر عملياتو وروسته خپل مرکز ته روان وو، چې ځانمرګى بريد پرې وشو.
نوموړي زياته کړه، د بهرنيانو له مرګ ژوبلې خبر نه دى، خو په پېښه كې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د بريد مسووليت منلى او ګڼو امريكايي سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.
بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA