ads

په غزني كې د موټربم ځانمرګي بريد مخنيوى وشو

د غزني ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د يوه موټربم ځانمرګي بريد د مخنيوي او د ۱۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

نویسنده: mayar
6 چنګاښ 1397
په غزني كې د موټربم ځانمرګي بريد مخنيوى وشو

د غزني ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د يوه موټربم ځانمرګي بريد د مخنيوي او د ۱۵ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، افغان هوايي ځواكونو تېر مازديګر د ناوې ولسوالۍ ميرزا قلعه سيمه كې د هغو وسله والو مخالفينو غونډه په نښه كړې، چې موټربم ځانمرګى بريد يې پلانوه.
د نوموړي په وينا، په دې هوايي بريد كې اووه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوري زياته كړه، د بريد په مهال هاموې ټانك، چې له چاودېدونكو توك ډك كړل شوى و، هم له منځه تللى دى.
د غزني د والي وياند وايي، وسله والو مخالفينو تېره شپه غوښتل، چې د دغه ولايت په مربوطاتو كې د كابل – كندهار پر لويه لار څو بېرلي ماينونه ځاى پر ځاى كړي، خو د ملي اردو د توپچي ډلې له لوري په نښه شول.
د نوري په خبره، په دې بريد كې شپږ ماين ښخوونكي ووژل شول.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA