د ميدان وردک ولايتي چارواکي وايي، هڅه کوي د دې ولايت د سيداباد ولسوالۍ په شيرازي بابا سيمه کې د کابل – کندهار لويه لار د لويو موټرو پر مخ پرانېزي.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل کليد ته وويل، وسله والو طالبانو نن سهار وختي په ياده سيمه کې يو پلچک په ماين الوځولی چې له کبله يې د کابل ـ کندهار لويه لاره د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.
نوموړي زياته کړه، سيمې ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو وروسته دا لاره د وړو موټرو پر مخ پرانيستل شوه او اوس هڅه روانه ده چې لويو موټرو ته هم پرې د تګ راتګ زمينه برابره شي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ