ads

په پکتيا کې د ماين چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

په پكتيا كې د ملكي وګړو پر موټر د سړك غاړې ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
4 چنګاښ 1397
په پکتيا کې د ماين چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

په پكتيا كې د ملكي وګړو پر موټر د سړك غاړې ماين چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په مِتي سيمه كې د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ كړل شوي ماين له كبله شوې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه كې يوه ښځه او يوه ځوانه نجلۍ وژل شوي او دوه نور كسان ټپيان دي.
تبسم زياته كړه، ټپيان ګردېز کې روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د يادې پېښې په اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA