د هرات په چشت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې شلو طالبانو او څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دا نښته د چشت ولسوالۍ په اسفرز سيمه کې شوې، چې په ترڅ کې يې نهه طالبان وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.
فرهاد زياتوي، د جګړې په مهال يو پوليس هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هرات د والي د وياند په خبره، جګړې درې ساعته دوام کړی دی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
چشت د هرات له ناامنو ولسواليو ده، چې ډېری وخت په کې طالبان پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.