د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواكونو د بې پيلوټه الوتكې د بريدونو په ترڅ كې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا بريدونه تېره شپه د هسكې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ او چونګۍ سيمو کې د داعشيانو پر مهمو پټنځايونو شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو هوايي بريدونو كې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
خوږياڼي زياته كړه، ترسره شوو هوايي بريدونو ملکي وګړو ته زيان نه دى اړولى.
داعش ډلې تر دې دمه په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
د يو بل خبر له مخې، د ملي اردو د څلورمې لېوا ځواکونو د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ پيره خېلو سيمه کې تصفيوي عمليات کړي دي.
د والي د وياند په خبره، د يادو عملياتو په مهال څلور د راکټ او يوه د دهشکې مرمۍ، يوه مخابره، يو چسپکي ماين او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ