ads

حيات د کرکټ لوبغالي لپاره له نښه شوې سيمې ليدنه وکړه

د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په داسې حال کې، چې د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، د ښار جوړونې رئيس عبدالقهار حيدري او د کرکټ بورډ ادارې استازو يې ملتيا کوله، بهسودو پل ته څېرمه د کرکټ لوبغالي لپاره له په نښه شوې سيمې څخه ليدنه وکړه.

نویسنده: mayar
4 چنګاښ 1397

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، حيات په ياده سيمه کې د کارونو د ځنډ له كبله د کرکټ بورډ ادارې د استازو ستونزې واورېدې او د حل په هدف يې د جلال اباد ښاروال او مسوولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه همدارنګه د کرکټ بورډ ادارې مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوبغالي چارو تر پيل مخكې په مرکز کې د ځمکې د انتقال پروسه بشپړه او وروسته د ولايت مقام په همکارۍ رسمي او ګړندۍ چارې پيل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA