رجب طيب اردوغان د ترکيې د جمهوري رياست پرونۍ ټاکنې وګټلې او د څلورم ځل لپاره د جمهور رئيس په توګه غوره شو.
د دغه هېواد د ټاکنو عالي کمېټه وايي، د نېږدې ټولو شمېرل شوو رايو ۵۲ اعشاريه ۵ فيصده اردوغان ترلاسه کړې دي.
د يادولو ده، چې نوموړي د لومړي ځل لپاره د جمهور رئيس په توګه اجرايوي واک ترلاسه کړ او د لومړي وزير چوکۍ له منځه لاړه.
اردوغان د خلکو سترې غونډې ته، چې د ده بريا يې نمانځله، په خبرو کې وويل: ((زموږ ډيموکراسۍ وګټله، خلکو وګټله او ترکيې وګټله.))
له بل لوري د ترکيې د پارلماني ټاکنو پايلې ښيي، چې د اردوغان اړوند عدالت او پرمختګ ګوند شاوخوا ۴۲ فيصده او متحد ګوند يې ملتپال غورځنګ ۱۱ فيصده رايې ګټلې، خو عمده سيال يې د خلکو جمهوريت غوښتونکى ګوند د ۲۳ فيصده رايو په ګټلو بريالى شوى دى.
ټاکل شوې نن ناوخته د تركيې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ