په پروان كې يوه كس خپله ښځه د چاقو په وسيله وژلې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو مديريت مرستيال فرهاد هاشمي وايي، دغه ۲۵ كلنه ښځه تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې د مركز چاريكار ښار په چوك كې په عام محضر كې وژل شوې ده.
د ده وينا، تراوسه د پېښې علت معلوم نه دى، خو ويل كېږي د دواړو ترمنځ له پخوا كورنى تاوتريخوالى موجود و.
هاشمي زياتوي، پوليسو قاتل نيولى او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
فقر، بې سوادي، ناوړه دودونه او ناامني له افغان ښځو سره د تاوتريخوالي له عمده عواملو بلل کېږي.